ننګرهار ښاري محکمې څلور تنه د انسان تښتونې په قضيه کې د لاس لرلو له کبله په دولس ـ دولس کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
د ننکرهار د ښاري محکمې رييس قضاوتمند مفتي محمد وزير کليد ته وويل، چې قضايي پلاوي د قضيې د طرفينو په شتون کې د قضيې د هر اړخيزې څېړنې وروسته د رايو په يووالي څلور تنه د انسان تښتونې په قضيه کې د انسان تښتونې او قاچاق پر وړاندې د مبارزې د قانون د شپږمې مادې پر بنسټ هر تن په دولس ـ دولس کاله تنفيذي بند محکوم شول.
نوموړی وايي، د قضايي پلاوي په پرېکړه کې دا هم ويل شوي، چې د يادې قضيې په تړاو ترلاسه شوی کرولا موټر او نورې ترلاسه شوې جرمي وسلې دې هم د دولت خزانې ته وسپارل شي.
مفتي محمد وزير زياتوي، د تورنو پر وړاندې، شوې پرېکړه وروستۍ نه ده کولای شي داستيناف غوښتنه وکړي.
هغه وايي، هره اونۍ د انسان تښتونې بېلا بېلې پېښې څېړي.
په ننګرهار کې دا څلور تنه په داسې حال کې محاکمه کېږي، چې ډېر کله په عدلي او قضايي ارګانونو ولسونه نيوکه کوي، چې د قانون په پلې کېدو کې دوه ګونی چلند کوي او هغه ډول چې لازمه ده قانون نه شي پلی کولای.


