د ننګرهار ولايت مركز جلال اباد ښار کې تېره ورځ د بې پلېټه موټرو د نيولو، د موټرو د تورو ښيښو د سپينولو او غيرې قانوني وسلو ټولولو په هدف د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري کمپاين پيل شو.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دغه کمپاين د جمهور رييس په ځانګړي حکم او د والي محمد ګلاب منګل په لارښونه پيل شوى دى.
د سرچينې په وينا، ګډ امنيتي ځواکونه به قانون پر ټولو ننګرهاريانو يو شان تطبيق کړي او سرغړوونکو سره به قانوني چلند ترسره شي .
سرچينه زياتوي، امنيتي ځواکونو د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې د پيل شوي ګډ کمپاين په لومړۍ ورځ د ۲۲۰ موټرو تورې ښيښې سپينې کړي، اته ويشت عرادې بېلابېل ډوله موټر، چې د ګرځېدو قانوني اسناد يې نه لرل، درولي او د پنځه اتيا عرادو موټر سايکلونو، چې دوه او درې نفري سپرلۍ يې لېږدوله، مخه نيول شوې ده.
امنيتي مسوولين وايي، پيل شوی کمپاين به تر هغه دوام وکړي، څو په ننګرهار ولايت کې د بې پلېټه موټرو د نيولو، تورو ښيښو سپينولو او غيرې قانوني وسلو د ګرځولو مخه نيول شوې نه وي.


