ads

مډال ګټونکې افغان سکي بازانې وستايل شوې

هغه دوه افغان لوبغاړې، چې د باميان اوسېدونكې دي او د جنوبي كوريا نړيوالو سكي سياليو كې يې مډالونه ګټلي وو، د دغه ولايت د چارواكو له لوري وستايل شوې.

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1395
مډال ګټونکې افغان سکي بازانې وستايل شوې

هغه دوه افغان لوبغاړې، چې د باميان اوسېدونكې دي او د جنوبي كوريا نړيوالو سكي سياليو كې يې مډالونه ګټلي وو، د دغه ولايت د چارواكو له لوري وستايل شوې.
دوه افغان ښځينه سكي بازانې ګيتي عبادي او فرېبا احمدي وتوانېدې، چې د سكي په دغو نړيوالو سياليو كې لومړى او څلورم مقامونه خپل كړي.
له ۱۸ كلنو د كم عمره لوبغاړو دې سياليو كې د ۴۸ هېوادونو نجونو برخه اخيستې وه.
د باميان والي محمد طاهر زهير ګيتي عبادي ته د هغې د هڅونې په هدف د استوګنې يوه نومره ځمكه او يو تن قومي مشر يوسف ورته يو موټر ډالۍ كړ.
طلايي مډال ګټونكې ګيتي عبادي په دې اړه داسې وويل.
د يادونې وړ ده، چې دوو نورو بامياني لوبغاړو په سويس كې په جوړو شويو سكي سياليو كې د افغانستان په استازيتوب ګډون كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA