ads

ملي اردو ځواکونو په اچين کې ۲ داعشيان وژلي

د ملي اردو چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي بريد له کبله دوه داعش وسله وال وژلي دي.

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1395
ملي اردو ځواکونو په اچين کې ۲ داعشيان وژلي

د ملي اردو چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي بريد له کبله دوه داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د داعش وسله والو په يوه پټنځای هوايي بريد کړی او پرمهال يې دوه داعش وسله وال وژلي دي.
نوموړی وايي، په دغه بريد کې ملکي خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
بل لور ته د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند زياتوي، چې د څلورمې پلې لېوا منسوبينو په سرخرود او روداتو ولسوالۍ کې دوه کړۍ د وسايطو ماينونه مخکې له چاودنې کشف او خنثی کړي دي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA