د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د نهه څلوېښت ميليونه افغانيو په ارزښت يې د دوو بېلا بېلو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودلې.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې د والي عبدالجبار نعيمي له لوري د ولايت مقام او د اداري کمپلکس نوې ودانۍ چې په څلورو پوړونو کې د ۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت په اساسي او عصري بڼه جوړېږي، د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې په کې به اداري خونې، د غونډو تالار، د اوبو کاناليزاسيون او دغه راز د برېښنا سيسټمونه شامل وي.
ځواک وايي، بله پروژه د د همدې اداري کمپلکس د احاطوي دېوال او د څلورو امنيتي ټاورونو د جوړېدو، د کمپلکس په داخل کې د حامد کرزي د غونډو تالار د بيارغونې او د روغتيايي اوبو د برابرولو په موخه د يوې حلقې څاه د ويستلو پروژه ده، چې ټولټال ۱۷ ميليونه، ۸ سوه او څلويښت زره افغانۍ لګښت پرې راځي.
نوموړی وايي، دغه دواړه پروژې به د يوه کال په موده کې په اساسي ډول بشپړې شي.
د والي وياند دغه راز زياتوي، چې د يادو دواړو پروژو مالي لګښت د افغانستان د ثبات او ټينګښت پروګرام ( ASP ) له لوري ور کول کېږي.
په لغمان کې د يادو پروژو د بنسټ ډبرې په داسې حال کې کېښودل کېږي، چې د سيمې د اوسېدونکو په وينا که چېرته ورته پروژې په ولسواليو کې هم پلې شي، نو ولسونو ته به د کار زمينه هم برابره شي.


