د پکتیا ښځې خپله ونډه غواړي

د پکتیا یو شمېر مدني فعالانې او له پوهنتونونو فارغې شوې نجونې وايي، د دغه ولایت په ادارو کې د ښځو ونډه خورا کمه ده او په ګمارنو کې هم له دوی سره د مور او میرې چلند کېږي.