د پکتیا یو شمېر مدني فعالانې او له پوهنتونونو فارغې شوې نجونې وايي، د دغه ولایت په ادارو کې د ښځو ونډه خورا کمه ده او په ګمارنو کې هم له دوی سره د مور او میرې چلند کېږي.
دوی وايي، د پکتیا په ادارو کې د ښځو په پرتله نارينهوو ته ډېر پام کېږي او هغوی ته ډېر فرصت ورکول کېږي.
په پکتیا کې د ښځو شبکې غړې او مدني فعاله انارګله وایي، د پکتیا په ادارو کې د ښځو ونډه خورا کمرنګه ده او دولتي ادارې د استخدام پر مهال دوی ته ډول ډول ستونزې جوړوي: ((موږ دلته داسې خویندې لرو چې له پوهنتونونو فارغې دي، اسناد ورسره دي، کله چې ادارو ته ځي، د استخدام لپاره نو له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، وروڼو ته له خویندو زیات پام کېږي. موږ له والي صیب څخه وغوښتل څو دغه ستونزې له منځه یوسي.))
دغه راز په پکتیا کې له پوهنتون نوې فارغې شوې نجونې هم وايي، زدهکړې یې بشپړې کړې، خو اوس چې هرې ادارې ته مراجعه کوي د کار فرصت نه ورکول کېږي او له دې کبله سختې مایوسه شوې دي.
له بل لوري د پکتیا والي زلمی ویسا هم مني چې د دغه ولایت په ټولو ادارو کې د ښځينه کارکوونکو ونډه کمرنګه ده، خو نوموړی ډاډ ورکوي چې د ښځو په وړاندې شته ستونزې په د قانون په چوکاټ کې له منځه وړي او هڅه به وکړي چې دوی ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
والي ټینګار کوي چې دوی به د ښځو لپاره د کاري زمينو په ډېرولو کې هم خپلې هڅې زیاتې کړي: ((هو رښتیا هم زموږ په ادارو کې ښځينه کارکوونکې هېڅ نشته، د دوی نیوکه پرځای ده. موږ هڅه کوو چې دوی ته د کار زمینه برابره کړو، هغه ستونزې چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي هغه به حل کړو، موږ ستونزې د لومړيتوب له مخې حل کوو.))
له بل لوري د ښځو شبکې مشره ماهره احمدزۍ بیا له کورنیو او ټولنې ګيله لري چې ښځو ته اجازه نه ورکوي، څو زدهکړې وکړي او دندې اجرا کړي. د نوموړې په خبره، دوديز محدودیتونه او کورني مخالفتونه د دې سبب شوي چې نجونې ونه کړای شي په لوړه کچه زدهکړې وکړي او دغه راز د خپلې خوښې دندې ترلاسه کړي.
احمدزۍ ټینګار کوي تر هغې چې په دې برخه کې ستونزې له منځه لاړې نه شي او عامه پوهاوی زیات نه شي په نورو برخو کې هم پرمختګ ناشونی دی: ((دلته د نجونو په وړاندې مخالفتونه شته، بد فرهنګ او ناوړه دودونه حاکم دي، کورنۍ خپلو نجونو ته له کور د باندې د زدهکړو اجازه نه ورکوي، د کار اجازه نه ورکول کېږي او نه غواړي په نجونو کار وکړي، امنیتي ستونزې، خو پوهېږﺉ چې ټول افغانستان کې دي او پکتیا هم ترې مستثنا نه ده.))
د پکتیا سيمهييز چارواکي وايي، تر دې مهاله د دغه ولایت په هېڅ اداره کې هم په جنډر بستونو ښځې نه دي ګمارل شوې. په پکتیا کې د ښځو د کمې ونډې بحث داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم ښځينه فعالانو په حکومت نیوکه کړې چې سيمه ييزو ادارو کې یې د دوی ونډې ته پام نه دی کړی.


