د اجراييه رييس په مشرۍ پلاوى هلمند ته ورسېد

د اجراييه رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ يو لوړ پوړى دولتي پلاوى نن سهار د هلمند د خلكو د ستونزو حل كولو په هدف لښكرګاه ته ورسېد.
په دې پلاوي كې د ملي دفاع وزير عبدالله حبيبي او د ملي امنيت عمومي رياست لومړى مرستيال اديب فهيم هم شامل دي.