د اجراييه رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ يو لوړ پوړى دولتي پلاوى نن سهار د هلمند د خلكو د ستونزو حل كولو په هدف لښكرګاه ته ورسېد.
په دې پلاوي كې د ملي دفاع وزير عبدالله حبيبي او د ملي امنيت عمومي رياست لومړى مرستيال اديب فهيم هم شامل دي.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې هلمند ته د پلاوي لېږلو پرېكړه تېر ماښام د ملي يووالي حكومت مشرانو او د دې ولايت د چارواكو ترمنځ د ويډيو كنفرانس په مهال وشوه.
د سرچينې په وينا، په دې ويډيو كنفرانس كې د هلمند والي، د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئيس او د دې ولايت د جګړې اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د عمومي امنيتي او ملكي اوضاع په اړه په ځانګړې توګه د مارجې او سنګين ولسواليو په تړاو معلومات وړاندې كړل.
جمهور رئيس غني د هلمند د ادارو ترمنځ پر لا زياتې همغږۍ ټينګار وكړ.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د هلمند ولايت د اتو ولسواليو ترڅنګ د مركز لښکرګاه ښار څلورمه امنيتي حوزه له وسله والو طالبانو سره ده او حکومت يوازې د لښکرګاه ښار پر نورو سيمو او د شپږو ولسواليو پر مرکزونو حاکميت لري.


