د سعودي عربستان جنوب لور ته له يمن څخه توغول شوى توغندى په سيمه کې د ملګرو ملتونو سيمه ييز دفتر باندې لګېدلى او مالي زيانونه يې اړولي دي.
رپوټونه وايي، د يمن حوثي وسله والو له لوري توغول شوى توغندى د سعودي عربستان ظهران الجنوب ښار كې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ لګېدلى، خو ځاني زيان نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم حوثي وسله والو د سعودي عربستان جنوب لور ته يو توغندى توغولى و، چې د سعودي ځواکونو له خوا په هوا کې له منځه يوړل شو.
له څو کلونو راهيسې، چې حوثي وسله والو د يمن پايتخت صنعا او يو شمېر نورې سيمې د تښتېدلي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي له جنګياليو نيولي، پر سعودي عربستان توغندويي بريدونه دوام لري.


