ads

افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره درېيمه لوبه كوي

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو درېيمه سيالي ترسره كړي.

نویسنده: TKG
12 سلواغه 1395
افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره درېيمه لوبه كوي

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو درېيمه سيالي ترسره كړي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولسو بجو د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې پيل شي.
تر دې مخكې افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د كركټ په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې په پنځو وېكټو او په دويمه كې د ۵۵ منډو په توپير ماتې وركړې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به د كركټ څلورمه يو ورځنۍ لوبه د فبروري مياشتې په ۳يمه او وروستۍ سيالي د همدې مياشتې په ۵مه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA