ads

۲۰۱۶ خونړی او مرګونی کال

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په افغانستان كې د خبريالانو وژل به دغه هېواد د خبريالۍ لپاره په یوه خطرناک هېواد بدل کړي. ۲۰۱۶ ميلادي كال د افغانستان د رسنيو په تاريخ كې تر ټولو خونړی او مرګونی كال بلل شوی. د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د ټولې نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره دویم خطرناک هېواد بلل شوی دی.

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1395
۲۰۱۶ خونړی او مرګونی کال

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په افغانستان كې د خبريالانو وژل به دغه هېواد د خبريالۍ لپاره په یوه خطرناک هېواد بدل کړي. ۲۰۱۶ ميلادي كال د افغانستان د رسنيو په تاريخ كې تر ټولو خونړی او مرګونی كال بلل شوی. د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د ټولې نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره دویم خطرناک هېواد بلل شوی دی.
په همدې حال کې د هغه راپور له مخې چې دې وروستیو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري خپور شو، په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتريخوالي ۱۰۱ پېښې ثبت شوې چې په دې لړ کې ۱۳ خبریالان وژل شوي هم دي.
د وژنو د ۱۳ پېښو تر څنګ د وهلو ډبولو ۳۰، د ګواښونو ۳۵، د ټپي کېدو ۶ او د سپکاوي او بد چلند ۱۷ پېښې ثبت شوې دي. د خبريالانو د خونديتوب كمېټې عمومي مشر نجيب شريفي وايي، د خبريالانو په وړاندې د بريدونو او ګواښونو زياتوالي نه يواځې د ګواښونو ماهيت ته بدلون وركړی، بلكې په ناامنو سيمو كې د خبريالانو د پراخې خود سانسورۍ سبب هم ګرځېدلی دى.
نوموړی زیاتوي، په ناامنو سيمو كې وسلهوال طالبان د ګواښونو تر څنګ كوښښ كوي د رسنيو خپرنيز مواد هم كنترول كړي چې د دې ډول هڅو وروستۍ بېلګې په لوګر، غزني، وردګو، پكتيا او پكتيكا كې ليدل شوې دي.
نجيب شريفي د افغان خبريالانو روان وضعيت ته په كتو اندېښنه څرګندوي چې ګواكې د رسنيو او خبريالانو په وړاندې د طالبانو د پاليسۍ په بدلون، د داعش ډلې د فعاليتونو په پراخېدو او په افغانستان كې د بې ثباتۍ او نا امنۍ په زياتېدو سره به په ۲۰۱۷ كال كې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالی لاپسې زيات شي.
د شريفي په خبره، د خبريالانو او رسنيو په وړاندې د تاوتريخوالي او ګواښونو پراخوالي د بیان ازادي چې د افغانستان لپاره د تېرو ۱۵ كلونو لويه لاسته راوړنه ګڼل كېږي، له جدي ګواښ سره مخ كړې ده. نوموړی وايي، د همدې اندېښنو له كبله له بل هر وخت زيات د خبريالانو لپاره د خوندي چاپېريال رامنځته كولو په هدف د حكومت، خبريالانو، رسنيزو بنسټونو او رسنيو تر منځ د همغږۍ او همكارۍ اړتيا ليدل كېږي.
په همدې حال کې د خبريالانو د خونديتوب كمېټې په دې راپور کې په ۲۰۱۶ كال كې د خبريالانو په وړاندې د رامنځته شوي تاوتريخوالي په سلو كې د پنځوسو پېښو مسووليت د حکومتي چارواکو په غاړه دی او همدې خبرې بيا د خبريالانو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
د يوې تصويري رسنۍ خبرياله ريحانه فرهمند وايي، خبريالان د همدې حكومت د قوانینو په چوکاټ کې کار کوي، خو دا چې پخپله حكومت د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي په ډېرو پېښو كې ښكېل دی، دا د منلو وړ نه ده او دې موضوع ته بايد رسېدنه وشي.
د يوي بلې رسنۍ خبريال فرهاد هم نيوكه لري چې د ملي يووالي حكومت دواړو مشرانو جــمــهور ريیس او اجــرائــیه ريیس د خپلو كمپاينونو پر مهال ژمنې كړې وې چې د بیان له ازادۍ او خبریالانو به ملاتړ کوي او د همدې لپاره د رسنیو قانون هم تصويب شو، خو تر دې مهاله دوی په عملي ډول په دې برخه کې څه نه دي کړي.
پر دې ټولو سربېره د خبريالانو د خونديتوب كمــېټې عمــومي مشر نجــيب شــريــفــي په ۲۰۱۶ کال کې د ملي امنيت شورا له خوا د خبريالانو او رسنيو د خونديتوب او امنيت د طرزالعمل تصويب د خبريالانو د امنيت او خونديتوب لپاره د افغان حكومت له مثبتو ګامونو ګڼي، خو په خبره یې دا طرزالعمل هغه وخت د خبريالانو د خونديتوب په برخه كې ګټور ثابتېدای شي چې په جدي او هر اړخيز ډول عملي شي، ځكه په نسبي ډول د دې طرزالعمل پلي کېدل نه شي كولى د خبريالانو په وړاندې شته ګواښونه له منځه یوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA