ads

ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان له پاچا سره ټيليفوني خبرې کړي

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1395
ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان له پاچا سره ټيليفوني خبرې کړي

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره ټيليفوني خبرې کړې دي.
د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، چې دواړو مشرانو د ايران اټومي هوکړې په اړه نظرونه سره شريک کړل او همدا راز په سوريه او يمن کې د امن سيمو د جوړولو لپاره هم هوکړې ته ورسېدل.
له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو يو ساعت په ټيليفون خبرې وكړې.
د خبرو په ترڅ کې د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې، د اوو اسلامي هېوادونو پر اتباعو بنديز لګول دا معنا نه ورکوي، چې ګواکې پر ټولو مسلمانانو امريکا ته د ورتګ بنديز لګول شوى دى.
د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ياد مشران د نظامي همکاريو پر زياتېدو او همدا راز ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم سلا شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA