د هېواد په ډېرى ولايتونو كې نن د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد واكسين كمپاين پيل شو.
د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، دا د روان ميلادي كال د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد واكسين د فرعي کمپاين لړۍ لومړى پړاو دى، چې د هېواد د ٢٣ ولايتونو په ١٨٠ ولسواليو کې پلى كېږي.
په ياد وزارت كې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنيوي پروګرام د مشر ميوند احمدزي په خبره، دغه ولسوالۍ د هېواد په جنوبي، جنوب ختيځو او ختيځو ولايتونو کې موقعيت لري او په دې کمپاين کې ځكه تر پوښښ لاندې نيول كېږي، چې تر ډېر ګواښ لاندې دي.
نوموړى زياتوي، په دغه کمپاين کې به له پنځو کلونو کم عمره ٥ اعشاريه ٥ ميليونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين څاڅکي ورکړل شي.
د احمدزي د معلوماتو پر بنسټ، په يوه کال کې څلور ملي او پنځه فرعي د ګوزڼ ضد واکسين کمپاينونه ترسره کېږي، چې ٦٠ ميليونه امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.
دا په داسې حال كې ده، چې د عامې روغتيا وزارت وايي، په ٢٠١٦ کال کې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ اووه، د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې څلور، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې يوه او د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې هم يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. ياد وزارت پرون اعلان وكړ، هڅه كوي، چې د ۲۰۱۷ كال تر پايه په هېواد كې د پوليو ناروغۍ ته د پاى ته ورسوي.


