ads

له ستونزو سره مبارزه

کله چې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته ښځو هم له کوره بهر د کار کولو اجازه ترلاسه کړه، ډېری ښځو هڅې پیل کړې، څو د ځانونو لپاره د ښه عاید لرونکي کارونه ومومي. د دوی یو شمېر یې اړې شوې چې د ښار په بېلا بېلو مارکېټونو کې پلورنځي پرانېزي.

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1395
له ستونزو سره مبارزه

کله چې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته ښځو هم له کوره بهر د کار کولو اجازه ترلاسه کړه، ډېری ښځو هڅې پیل کړې، څو د ځانونو لپاره د ښه عاید لرونکي کارونه ومومي. د دوی یو شمېر یې اړې شوې چې د ښار په بېلا بېلو مارکېټونو کې پلورنځي پرانېزي.
۱۹کلنه خديجه د همدې نجونو له ډلې ده، نوموړې تر دې وړاندې هم سوداګريز کارونه کړي دي، خو په پلورنځي کې هومره ارامه نه ده. خدیجه وايي، د مارکېټ خاوند ورسره ښه چلند نه لري او ډول ډول پلمې ورته جوړوي. د نوموړې په خبره ښايي، فکر به کوي چې یو نارينه تر دې ډېره ګټه ورکولای شي: ((کله چې کرایې ته راځي، نو ډول ډول پلمې جوړوي او په یو ډول غواړي چې د ما په ځای باید په دوکان کې نارينه وي کیدای شي، فکر کوي چې نارينه به ښه کار ورته وکړي.))
خدیجه ټینګار کوي، چې اوس مهال هم له کوره بهر هر څه د نارينهوو په واک کې دي او سخته ده چې یوه ښځه دې په ازاد او ارام ډول کار وکړي، خو بیا هم نوموړې هڅه کوي له دې ستونزو سره مبارزه وکړي. د هغې په خبره، کله یې چې دوکان ته ښځې ورځي په یو ډول د ارامۍ او خــوښۍ احساس کــوي: ((نارينه مشتریان هم لرم، خو ډېرې ښځې دي او دوکان کې چې کله څه پېري په خورا ارام ډول سودا کوي.))
خدیجه وايي، تر دې وړاندې هم دغه پلورنځی چې نوموړې اوس پکې کار کوي له یوې ښځې سره وو، خو د مارکېټ خاوند د پلمو او بې ځایه ځورونو له کبله یې کار پرېښود، خو نوموړې ټینګار کوي چې دا به له دې ناوړه دودونو او چلندونو سره مبارزه وکړي او په هېڅ حالت کې به هم خپل کار پرېنږدي: ((ښځې له ستونزو سره د مبارزې وړتیا لري او زه غواړم دا ثابته کړم.))
خديجه وايي، د پلورنځي د جوړولو لپاره یې یو څه خپلې پیسې درلودې او یو څه یې هم له خپل ورور څخه په پور واخیستې، ټولې ۲۵۰ زره افغانۍ شوې او په همدې پانګې یې پلورنځی پرانیست: ((د یوې پلورونكې په توګه پوهېږم چې مشتریان مې څه خوښوي، د انټرنټ له لارې د دوی د اړتیا وړ شیان خوښوم او بیا یې رانیولو کې راسره زما وروڼه مرسته کوي.))
خديجه وايي، غواړي له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي او د خپلو ګټلو پیسو یوه برخه په خپلو لوړو زدهکړو چې د اقتصادي ستونزو له کبله ترې نيمګړې پاتې شوې دي مصرف کړي: ((لوړې زدهکړې مې د ژوند ستره هیله ده، خو د اقتصادي ستونزو له کبله راڅخه پاتې شوې.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA