ads

كاناډا كې پر يو جومات وسله وال بريد شوى

د کاناډا په کوبک ښار کې وسله والو پر يوه جومات بريد کړی، چې په پايله کې يې شپږ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1395
كاناډا كې پر يو جومات وسله وال بريد شوى

د کاناډا په کوبک ښار کې وسله والو پر يوه جومات بريد کړی، چې په پايله کې يې شپږ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان دي.
عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې ۴۰ تنه جومات کې پر عبادت بوخت وو او درې تنو وسله والو پرې ډزې وکړې.
ځايي پوليس وايي، د بريد په تړاو يې دوه تنه نيولي، چې اوس مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
د كاناډا لومړي وزير جسټيڼ ټروډيو له بريد وروسته پر خپله ټوېټر پاڼه وليکل، چې د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره کاناډايان په دې غم كې ځانونه شريك بولي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د اوو اسلامي هېوادونو پر اتباعو دغه هېواد ته د ورتګ بنديز لګولى دى.
د ټرمپ د دې دريځ په غبرګون كې د کاناډا لومړي وزير ويلي، چې د هېواد دروزاه يې د ټولو کډوالو پر مخ پرانيستې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA