اجراييه رييس عبدالله عبدالله د يكشنبې په ورځ په کابل کې د کندهار ولايت له سوداګرو سره وليدل او پر عايداتو د مالياتو قانون په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې د يادو سوداګرو له قوله ويل شوي، د دغه قانون جوړښت سره د سوداګرو ستونزې زياتې شوي او دوى غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې اندېښنو او ستونزو ته رسيدګي وشي.
هغوى زياته کړه، پر عايداتو د مالياتو نوى قانون په ځينو برخو کې اصلاحاتو ته اړتيا لري او ضرورت دى، چې اړوندې حکومتي ادارې ورته پاملرنه زياته کړي.
اجراييه رييس عبدالله عبدالله د کندهار ولايت له سوداګرو سره په ليدنه کې وويل، حکومت ژمن دى، چې خصوصي سکټور ته پاملرنه زياته او ستونزې يې حل کړي.
د نوموړي په وينا، د حکومت اړوندې ادارې به په دې برخه کې لازم اصلاحات راولي او د سوداګرو لپاره به کاري شرايط بهتره کړي.
عبدالله يادونه وکړه، چې په دې اړه به د سوداګرو او د اړوندو حکومتي ادارو ګډه ناسته جوړه کړي، ترڅو يادو ستونزو ته په اساسي توګه رسيدګي وشي.


