چارواکي وايي، چې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو د ماينونو جوړولو پر مهال چاودنه شوې او ګڼ شمېر کورني او بهرني وسله وال په کې وژل شوي دي.
د دوی په خبره، پېښه د ارغنداب ولسوالۍ په خوار زنگي سيمه کې تېره ورځ د يوې ديني مدرسې سره په څنگ کې په يوه خالي سرای کې، چې وسله والو د روزنيز مرکز په توگه ترې کار اخيست رامنځته شوې ده.
د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي کليد ته وويل، چې دې ځای کې بهرنيو وسله والو، سيمه ييزو وسله والو ته د ماين جوړونې زده کړې ور کولې.
فراهي زياته کړه، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په پېښه کې تر شلو ډېر بهرني وسله وال وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.
د زابل د امنيت امر وايي، چې ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم ډېر شي.
ارغنداب په زابل کې له نا امنه ولسواليو څخه ده، چې د افغان وسله والو طالبانو تر څنگ په کې بهرني وسله وال هم پراخ حضور لري.
تر اوسه د دولت مخالفو وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي .


