حزب اسلامي اعلان وكړ، چې د دغه ګوند مشر ګلبدين حكمتيار به په څو اونيو كې كابل ته داخل شي.
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر امين كريم اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې حکمتيار به په مياشتو کې نه، بلکې څو اونيو کې هېواد ته ستون شي.
د نوموړي په وينا، د حكمتيار يو شمېر افغان رقيبان او د سيمې ځينې هېوادونه د هغه د بېرته ستنېدو مخه نيسي، خو كريم د چا نوم نه دى اخيستى.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړه د روان لمريز په تلې مياشت كې د جمهور رييس محمد اشرف غني او ګلبدين حكمتيار له لوري لاسليك شوه، خو تراوسه لكه څنګه چې حزب اسلامي ادعا كوي، د دې هوكړې ډېرى مادې عملي شوې نه دي.
د ملګرو ملتونو او امريكا له تور لېسته د حزب اسلامي د مشر د نوم ايستل او د دغه ګوند د سياسي بنديانو خوشې كېدل د سولې د هوكړې مهمې مادې دي، خو تراوسه د افغان حكومت له رسمي غوښتنې سره سره د ملګرو ملتونو امنيت شورا له خپل تور لېسته د ګلبدين حكمتيار د نوم لرې كولو اقدام نه دى كړى.
په ورته وخت كې يوې سرچينې، چې نه غواړي نوم يې خپور شي كليد ته وويل، چې روسيې او فرانسې له تور لېست څخه د حكمتيار د نوم ايستلو سره له مخالفته لاس اخيستى دى.


