ads

افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې نه دويمه لوبه هم وګټله

افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د كركټ په دويمې يو ورځنۍ لوبه كې هم ماتې وركړه.
دا لوبه تېره ورځ د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې ترسره شوه، پچه يې د كوربه هېواد الف لوبډلې وګټله او افغان پرمختيايي لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

نویسنده: TKG
11 سلواغه 1395

افغان پرمختيايي لوبډلې د ۴۷ اعشاريه ۳ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۸ منډې جوړې کړې.
خو د دويمې پاڼۍ په مهال د باران له کبله دغه يو ورځنۍ لوبه د ۱۸۲ منډو هدف او ۳۱ اورونو ته راکمه شوه.
د زمبابوې الف لوبډلې ونه شو کولاى، چې ياد هدف پوره کړي، د ۲۷ اعشاريه ۵ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۲۶ منډې جوړې کړې او د ۵۵ منډو په توپير يې لوبه افغان پر مختيايي لوبډلې ته وبايلله.
د لوبې غوره لوبغاړى شفيق الله شفق، چې نيمه سليزه يې پوره کړه او د مقابلې لوبډلې دوه لوبغاړي يې وسوځول، وټاکل شو.
تر دې مخكې افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د كركټ په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې وركړې وه او د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېيمه يو ورځنۍ لوبه سبا او پاتې دوه نورې د فبروري مياشتې په ۳يمه او ۵مه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA