کابل ښاروالۍ په ژمي كې د خلكو د ستونزو د حل لپاره يوه كمېټه جوړه كړې

د کابل ښاروالۍ مسوولين د اضطرار په نوم د يوې داسې کمېټې د جوړولو خبر ورکوي، چې په وينا يې، په دې سره به دوی وکولای شي هغه ستونزې، چې په ژمي کې خلک ورسره مخ کېږي، حل کړي.