د کابل ښاروالۍ مسوولين د اضطرار په نوم د يوې داسې کمېټې د جوړولو خبر ورکوي، چې په وينا يې، په دې سره به دوی وکولای شي هغه ستونزې، چې په ژمي کې خلک ورسره مخ کېږي، حل کړي.
د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي او مطبوعاتي چارو سلاکار عبدالجليل سلطاني نن کليد ته وويل، چې دغه کمېټه به په بېړنيو حالاتو کې د باران له کبله د اوبو د راټولېدو مخنيوی کوي.
د هغه په وينا، په کابل ښار کې د سړکونو پر مخ د اوبو راټولېدو له کبله سړکونه بندېږي، چې د دې كار د مخنيوي لپاره كابل ښاروالۍ د اوبو ځينې کانالونه پاک کړي دي.
نوموړي زياته كړه، چې د راتلونكي لمريز كال په لومړيو كې به د وزير اباد کانال ورغوي.
کابل ښاريانو په ځلونو شکايتونه کړي، چې د باران له كبله د ښار پر سړكونو اوبه جمع كېږي او دوى له ستونزو سره مخ كوي، چې تراوسه يې مخنيوى نه دى شوى.


