ads

هلمند كې د برېښنا عوايد طالبان ټولوي

د هلمند ولايتي شورا وايي، چې وسله وال طالبان هره مياشت د دې ولايت د شمالي ولسواليو اوسېدونكو څخه سلګونه ميليونه پاكستانۍ كلدارې د برېښنا پيسې ټولوي.

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1395
هلمند كې د برېښنا عوايد طالبان ټولوي

د هلمند ولايتي شورا وايي، چې وسله وال طالبان هره مياشت د دې ولايت د شمالي ولسواليو اوسېدونكو څخه سلګونه ميليونه پاكستانۍ كلدارې د برېښنا پيسې ټولوي.
د دې شورا مرستيال عبدالمجيد اخوندزاده كليد ته وويل، د شمالي ولسواليو د برېښنا ټول محصول، چې شاوخوا ۶۰۰ ميليونه پاکستانۍ کلدارې كېږي، وسله وال طالبان ترلاسه كوي.
د هغه په وينا، طالبان د حکومت په پرتله د برېښنا څلور چنده عوايد ټولوي، چې د دوى لپاره د عوايدو تر ټولو لويه سرچينه ګڼل کېږي.
په ورته وخت كې د موسى کلا، سنګين او کجکي ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي هم وايي، چې د برېښنا ټول عوايد له دوى څخه وسله وال طالبان ټولوي.
د دوى په خبره، په يادو ولسواليو كې شاوخوا ۳۰۰۰ د اوبو څاګانې كيندل شوې دي او د برېښنا په واسطه له هغو اوبه را ايستل کېږي، چې د هرې څا پر سر طالبان هر كال زرګونه پاكستانۍ کلدارې ورڅخه اخلي.
په ورته وخت کې بيا د هلمند ولايت د برېښنا رييس انجينر نصرالله قانع وايي، چې سږکال د دوی د برېښنا عوايد د تېر کال په پرتله دوه برابره زيات شوي دي، چې د تېرو لسو مياشتو په عوايدو کې يې لس سلنه داسې زياتوالی راغلی، چې دوی خلکو ته پر وخت برېښنا رسولې ده.
نوموړی دا مني چې يوازې د لښکرګاه ښار او ګرشک ولسوالۍ عوايد د دوی په لاس کې دي.(( په ولسواليو کې داسې بېل برق نشته، خو د ولسواليو عوايدو باندې موږ کار نه لرو، ځينې خلک پيسې هم نه ورکوي، يواځې د ګرشک ولسوالۍ عوايد موږ لاس ته راوړو او نورې پيسې زموږ نه دي )).
که څه هم تراوسه وسله والو طالبانو د برېښنا د محصول په اړه څه نه دي ويلي.
خو په هلمند کې داسې مهال د وسله وال طالبان د برېښنا د محصول د ټولولو خبرې کېږي، چې له ۳۶ ميګاواټه برېښناڅخه يوازې ۶ ميګاواټه برېښنا مرکز لښکرګاه ښار ته، ۱۲ ميګاواټه کندهار او پاتې نوره يې د هلمند شمالي ولسواليو ته ورکول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA