په ختيځ كې د ملي اردو چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې اته وسله وال وژلي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قل اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري نن کليد ته وويل، چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې يې د هوايي بريد په نتيجه کې د لشکر طيبه پنځه او دوه داعش وسله وال وژلي دي.
د هغه په وينا، په غني خېلو ولسوالۍ کې د ملي اردو کنډک منسوبينو يو وسله وال ماين خښوونکى وژلى او يو ماين يې خنثى کړى دى.
د ملي اردو ياد چارواکي زياته كړه، چې په غني خېلو ولسوالۍ کې يې له دوو تنو سره شل بوجۍ خام چرس هم نيولي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


