ads

سپينې ماڼۍ د ټرمپ او پوتين ټيليفوني خبرې مثبتې وبللې

سپينې ماڼۍ د امريكا او روسيې د جمهور رييسانو پرونۍ شاوخوا نيم ساعته ټيليفوني خبرې مثبتې بللې دي.

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1395
سپينې ماڼۍ د ټرمپ او پوتين ټيليفوني خبرې مثبتې وبللې

سپينې ماڼۍ د امريكا او روسيې د جمهور رييسانو پرونۍ شاوخوا نيم ساعته ټيليفوني خبرې مثبتې بللې دي.
سپينې ماڼۍ ويلي، د ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين خبرې د امريکا او روسيې ترمنځ د اړيکو ښه کولو لپاره، چې ترميم ته اړتيا لري، يو مهم پيل و.
د سرچينې په وينا، ټرمپ او پوتين هيله لري، چې له دې خبرو وروسته به دواړه خواوې وکولاى شي د تروريزم او نورو مهمو مسئلو برخه کې چټک اقدام وکړي.
دغه ټيليفوني خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د رپوټونو له مخې، جمهور رييس ډونالډ ټرمپ پر روسيې د لګېدلو بنديزونو پر لرې کولو غور کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA