له مخدره توكو سره د مبارزې وزيره وايي، له مخدره توكو سره د مبارزې په برخه كې چې كومې چارې ترسره كيږي كفايت نه كوي او په وينايې په دې اړه بايد په ملي كچه مبارزه وشي.
سلامت عظيمي يادې څرګندونې د يكشنبې په ورځ په مخدره توكو د روږدو كسانو د ټولولو د ژمني كمپاين په اړه په جوړه شوې غونډه كې وكړې.
عظيمي زياته كړه، چې دولت ژمن دى له دغه پديدې سره جدي مبارزه وكړي، خو په خبره يې ((مخدره توكي په افغانستان كې يوه لويه ستونزه ده او بايد ورسره په ملي كچه مبارزه وشي)).
د افغان حكومت له مخدره توكو سره د مبارزې اړوندو ادارو يو ژمنى كمپاين پيل كړى، چې د چارواكو په خبره په اوونۍ كې به دوه ورځې د كابل له ښار څخه هغه روږدي كسان ټولوي چې د سړكونو پرسر شپې او ورځې تيروي او د سړې هوا له كبله يې د مړينې خطر ډير وي.
له مخدره توكو سره د مبارزې وزيره زياتوي، چې دوى پلان لري په ۲۰۱۷ م كال كې له پنځه څلوېښت تر پنځوس زره په مخدره توكو د روږدو كسانو درملنه وكړي.
دا په داسې حال كې ده چې اوس هم د كابل ښار په بېلابېلو برخو، پاركونو، سړك غاړو او كابل سيند كې لسګونه روږدي كسان ليدل كيږي او ويل كيږي چې په يادو سيمو كې دغه روږدي كسان په اسانۍ سره مخدره توكو ته لاس رسى لري.
خو د كورنيو چارو وزارت له مخدره توكو سره د مبارزې معينيت وايي، دوى په تېرو دوه اونيو كې له درې سوو ډير د مخدره توكو پرچون پلورونكي نيولي دي.
د دغه معينيت د كشف او ستخباراتو مشر ميرزامحمدصيفي وايي، (( پلان لرو په کابل ښار کې د مخدره توکو هغه پلورونکي ونيسو، چې ددې كار لپاره له روږدو كسانو كار اخلي)).
بلخوا د عامې روغتيا وزارت د مخدره توكو لپاره د تقاضا د كمولو د څانګې مشر عبدالمنان ازادمنش وايي، دوى په ټول هېواد كې د روږدو كسانو د درملنې لپاره شاوخوا يو سلو لس مركزونه لري خو په وينا يې مخدره توكي د افغانستان كورنۍ ستونزه نه ده، بلكې د نوموړي په خبره هر كال له مخدره توكو څخه په ميلياردونو ډالر د سيمې او نړۍ په كچه مافيا ترلاسه كوي.
دا په داسې حال كې ده چې له تېرو شاوخوا پنځلسو كلونو راهيسې افغان حكومت له مخدره توكو سره د مبارزې او روږدو كسانو د درملنې خبره كوي خو دغه توكي او په مخدره توكو د روږدو كسانو شمېر ورځ تربلې ډيريږي او اوس ويل كېږي، چې په ټول هيواد كې شاوخوا درې ميليونه روږدي كسان شتون لري.


