امنيتي چارواکي وايي، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې يې د نښتې پر مهال يو وسله وال طالب وژلی او بل يې په ټپي حالت کې ژوندی نيولی دی.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال نن کليد ته وويل، چې تېره ورځ د ملي او سيمه ييزو پوليسو د ملي اردو ځواکونو سره په ګډه د خوږياڼو ولسوالۍ خانخېلو په سيمه کې ګزمه کوله، چې د وسله والو له خوا پرې بريد وشو.
د مشرقيوال په خبره په ځوابي بريد کې يو وسله وال ووژل شواو بل تن د دوه ميله کلاشنکوف او يو موټرسايکل سره په ټپي حالت کې نيول شوی دی، چې دا مهال ور څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي وياند دغه راز په چپرهار ولسوالۍ کې د يوې کړۍ ماين د کشف او خنثی کولو خبر هم ور کړ.
تر اوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.


