ads

د جلال اباد ښار اړوندو ورودي دروازو کې نوي مامورين په دندو ګمارل کېږي

د ننګرهار د ترانسپورت رياست چارواکي وايي، په راتلونکي ۱۳۹۶ کال کې به د جلال اباد ښار اړوندو ورودي دروازو کې نوي مامورين په کار وګماري، چې ور سره به د ترانزيټ اړوندې ستونزې يو څه کمې شي.

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1395
د جلال اباد ښار اړوندو ورودي دروازو کې نوي مامورين په دندو ګمارل کېږي

د ننګرهار د ترانسپورت رياست چارواکي وايي، په راتلونکي ۱۳۹۶ کال کې به د جلال اباد ښار اړوندو ورودي دروازو کې نوي مامورين په کار وګماري، چې ور سره به د ترانزيټ اړوندې ستونزې يو څه کمې شي.
د ننګرهار د ترانسپورت رييس ډاکټر محمد ايوب له کليد سره په خبرو کې وويل، چې په دې اړوند يې ټولې تخنيکي چارې بشپړې کړي او له مرکز څخه يې د پرسونل د زياتوالي غوښتنه هم کړې ده.
نوموړي زياته کړه،چې د ترانسپورټ وزارت ورسره د همکارۍ ژمنه کړې او د دوی پرېکړې ته په تمه دي.
د ننګرهار د ترانسپورټ چارواکي په داسې حال کې د دې ستونزې د حل ژمنه ور کوي، چې په ننګرهار کې د بار وړونکو موټرو ډرېوران شکايت کوي، چې د مسير معلومولو په موخه او يا هم د ترانسپورټ پارچې د اخيستلو لپاره اړ دي، څو په هر ځل د ترانسپورټ رياست ته مراجعه وکړي.
دوی وايي، که د ښار په ټولو ورودي دروازو کې د ترانسپورټ رياست مامورين موجود وي، دوی به اړ نه شي څو د ترانسپورټي پارچې تر لاسه کولو لپاره رياست ته مراجعه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA