ads

خوست كې د كركټ درې مياشتنۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې

په خوست ولايت كې د كركټ لوبې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ درې مياشتنۍ سيالۍ تېره ورځ پاى ته ورسېدې.

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1395
خوست كې د كركټ درې مياشتنۍ سيالۍ پاى ته ورسېدې

په خوست ولايت كې د كركټ لوبې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ درې مياشتنۍ سيالۍ تېره ورځ پاى ته ورسېدې.
د خوست د المپيک امريت وياند محمد شاه فضليار وايي، چې دغه لوبې د مرکز خدر پيرانو سيمه کې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې روانې وې.
د هغه په وينا، دا سيالۍ د يوې ځايي راډيو له خوا جوړې شوې وې، چې هدف يې د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ ټينګول او له نشه يي توکو د هغوى راګرځول وو.
پاىلوبې ته د عبدالله عابد او ځدراڼ ډېنجر لوبډلو لاره پيدا کړې وه، چې ځدراڼ ډېنجر لوبډلې وکولاى شول سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي خپله کړي.
دغو لوبو ته هره ورځ ګڼ شمېر نندارچيان راټولېدل او ژوندى بهير يې له تمويلوونکې ځايي راډيو څخه خپرېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA