خلک د کرکټ معیاري لوبغالي غواړي

د کرکټ لوبې مينه وال وايي، تر دې مهاله چې د کرکټ بورډ له لوري کوم لوبغالي جوړ شوي، په نړیوالو معیارونو برابر نه دي. د دوی په خبره، دغه لوبغالي د خلکو لپاره د کېناستو مناسب ځایونه نه لري او نړیوال هم ورته نه شي ویل کېدای.