د کرکټ لوبې مينه وال وايي، تر دې مهاله چې د کرکټ بورډ له لوري کوم لوبغالي جوړ شوي، په نړیوالو معیارونو برابر نه دي. د دوی په خبره، دغه لوبغالي د خلکو لپاره د کېناستو مناسب ځایونه نه لري او نړیوال هم ورته نه شي ویل کېدای.
له هغې ورځې راهیسې، چې افغانستان کې د کرکټ لوبه پیل شوې، ملي لوبډلې په نړیوالو ډګرونو بریاوې ترلاسه کړې او د هېواد ملي توغ یې پر هر میدان رپولی، له کرکټ سره د افغانانو مينه پیل شوې او ورځ په ورځ په ډېرېدو ده.
د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي او د کرکټ لوبې مينه وال حشمت الله کلید ته وویل، د کرکټ لوبغالي په نړیوال معیار برابر نه دي جوړ شوي او که نور جوړېږي، باید په نړیوال معیار برابر جوړ شي: ((د خلکو او مينه والو لپاره د ناستې سم ځای نشته او ډېر د لوبغالي بهر ولاړ وي، ډېر دې نه جوړوي ۳ یا څلور دې جوړ کړی، خو په نړیوالو ټولو معیارونو دې یې برابر جوړ کړي)).
له بل لوري په ننګرهار ولایت کې د سټار کرکټ کلپ چپ لاسی تېز توپ اچوونکی صبغت الله ماهري وایي، دغه لوبغالي چې څه ډول باید جوړ شوي وای، هسې نه دي جوړ شوي، معیارونه په پام کې نه دي نیول شوي. نوموړی زیاتوي، د غازي امان الله خان او خوست پر لوبغالو چې څومره لګښت راغلی، په دې لګښت ښه معیاري لوبغالي هم جوړېدلای شول، خو نه دي جوړ شوي.
په همدې حال کې د کرکټ لوبې یو شنونکی رفېع الله باهر وایي، دغو لوبغالو ته په هېڅ صورت نړیوال لوبغالي نه شي ویل کېدای. نوموړی زیاتوي، دغه لوبغالي ډېر واړه دي، د لیدونکو او مينهوالو د کېناستو لپاره مناسب ځای نه لري: ((که نوي لوبغالي جوړېږي، باید خلکو ته د کېناستو ځایونه پکې جوړ شي، تاسې د نورې نړۍ د کرکټ لوبغالي وګورﺉ په لسګونو زره کسان ځایوي، هر ډول اسانتیاوې پکې موجودې وي، خو زموږ لوبغالي یوازې یوه اداري ودانۍ لري او نور فرصتونه پکې خورا کم وي)).
له بل لوري د کرکټ بورډ تخنیکي مرستیال تاج ملوک عالم وایي، دوی د لوبغالو بنیادي کارونه ترسره کړي دي. نوموړی زیاتوي، د دوی لومړیتوب دا دی چې لوبغالي لوبې ته تیار کړي، څو د لوبغاړو ستونزه حل شي. عالم وايي، د چمن کرل، بونډرۍ جوړول او د لوبغاړو لپاره د خونو جوړول یې لومړني کارونه دي، په دویم پړاو کې بیا د لیدونکو لپاره د ځایونو جوړولو ته پام کېږي. د عالم په خبره، په پام کې ده چې د هېواد په لویو ښارونو لکه کابل، جلال اباد، خوست او کندوز کې جوړو شوو لوبغالو ته پراختیا ورکړل شي او د لیدونکو مناسب او لوی ځایونه پکې جوړ شي، خو د نوموړي په خبره، دا کارونه ډېره بودجه غواړي او دوی خپلو مالي امکاناتو ته په کتو دغه ډول کارونه مخکې وړي.
په هېواد کې د کرکټ لوبغالو د نه معیاريوالي خبره داسې مهال مطرح کېږي، چې د کرکټ بورډ نوي مشرتابه د دغه ادارې مسوولیت اخیستی او نوي عمومي رییس شکرالله عاطف مشعل ژمنه کړې چې په هېواد کې به د کرکټ لوبغالو د پراختیا لپاره هڅې کوي. نوموړي دغه راز په هر زون کې د یوې یوې ملي اکاډمۍ د جوړولو ژمنه هم کړې، څو افغان لوبغاړي په اساسي ډول وروزل شي.


