ads

امريكا ته د ايرانيانو پر سفر د بنديز په غبرګون كې ايران ورته اقدام کوي

ايران وايي، چې دغه هېواد ته به د امريکايي وګړو پر ورتګ بنديز ولګوي.
تهران دا اقدام وروسته له هغه کوي، چې د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ په يو تازه فرمان کې امريکا ته د ايران په ګډون د اوو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر سفر بنديز ولګاوه.

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1395

د ايران د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د امريکا له لوري پر ايرانيانو د سخت بنديز په غبرګون کې ورته عمل كوي او دا کار به د امريکا د دې بنديز تر لرې کېدو پورې روان وي.
د سرچينې په وينا، امريکا ته د مسلمانانو پر ورتګ بنديز، مسلمانانو، اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د ايران ولس ته سپکاوى او افراطيانو ته يوه ښه ډالۍ ده.
خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه كې ويل شوي نه دي، چې دغه هېواد ته د امريكايانو پر ورتګ به بنديز کله پيلېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA