ads

افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره دويمه لوبه كوي

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو دويمه سيالي ترسره كړي.

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1395
افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره دويمه لوبه كوي
Zimbabwe captain Brendan Taylor (R) shakes hands with Afghan captain Mohammad Nabi Eisakhil (L) after winning the toss and electing to bowl during the first match of a four match ODI series between Afghanistan and hosts Zimbabwe at the Queens Sports Club in Bulawayo on July 18, 2014. AFP PHOTO JEKESAI NJIKIZANA (Photo credit should read JEKESAI NJIKIZANA/AFP/Getty Images)

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو دويمه سيالي ترسره كړي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولسو بجو د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې پيل شي.
تر دې مخكې افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د كركټ په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې وركړې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به د كركټ درې نورې يو ورځنۍ لوبې د جنوري مياشتې په ۳۱مه او د فبروري مياشتې په ۳يمه او ۵مه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA