د امريکا استخباراتي ادارې سي آى اې ځينې اسناد خپاره کړي، چې له مخې يې په اتيايمو كلونو كې هند غوښتل د پاکستان پر کهوټه اټومي مرکز بريد وکړي.
په خپرو شويو اسنادو کې راغلي، چې د امريکا هغه مهال جمهور رييس رونالډ ريګن په دې اړه د پاکستان پوځي ديکتاتور جنرال ضياء الحق ته خبر ورکړى و او هند ته يې د خپل يو استازي د استولو پرېکړه کړې وه.
يو امريکايي استخباراتي كس د ۱۹۸۱ ميلادي كال د اپرېل په اوولسمه نېټه سي آى اې ته خبر ورکړى و، چې هند د پاکستان پر اټومي مرکز د بريد تابيا نيولې.
په خپرو شويو اسنادو کې دغه راز راغلي، چې د هند او پاکستان د ترينګلو اړيکو له كبله امريکا په اندېښنه کې وه او د يو ځانګړي استازي د استولو پرېکړه يې کړې وه.
دا اسناد په داسې حال کې خپرېږي، چې په دې وروستيو کې د کشمير پر سر يو ځل بيا د نوي ډيلي او اسلام اباد اړيکې ترينګلې شوې دي.


