چارواکي وايي، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ۶ کار خانې له منځه وړل شوي دي .
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه ددې ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړي دي، چې په پايله کې يې د نشه يي توکو۶ لويې کار خانې له منځه وړې دي.
سرچينه ليکي، چې په دغو کارخانوکې يو پنځوس زره کيلو ګرامه امونيم کلورايد، ۵۰۰۰ کيلو ګرامه مورفين ،۲۷۷بېلره هېرويين، ۲۰۰ کيلو ګرامه ترياک ،۱۱پايې د تارياکو د پروسس ماشينونه او ګڼ شمېر نور وسايل د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


