ads

هلمند كې ښځينه پوليسې په وېره کې دي

د هلمند يو شمېر ښځينه پوليسې وېره لري، چې هسې نه د كومې وسله والې يا تښتوونكې ډلې له خوا ترور يا برمته شي.
دوى وايي، که يې ژوند ته جدي پاملرنه ونه شي، نو له خپلو دندو به لاس واخلي.

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1395
هلمند كې ښځينه پوليسې په وېره کې دي

د هلمند يو شمېر ښځينه پوليسې وېره لري، چې هسې نه د كومې وسله والې يا تښتوونكې ډلې له خوا ترور يا برمته شي.
دوى وايي، که يې ژوند ته جدي پاملرنه ونه شي، نو له خپلو دندو به لاس واخلي.
د دوى په خبره، په دې وروستيو كې يې شپږ همكارانې د نامعلومو وسله والو له لوري په مرموز ډول وژل شوې دي.
دغو ښځينه پوليسو كليد ته وويل، كه چېرې خلك او حکومت د ښځينه پوليسو ترڅنګ ودرېږي او د ناڅرګندو وژنو مخه يې ونيسي، نو ډېرې نورې ښځې به هم د پوليسو ليكو ته راشي.
خو د هلمند امنيې قوماندان پاسوال اقانور کينتوز بيا د ښځينه پوليسو ستونزې نه مني.
دى وايي، د ښځينه پوليسو د ترور او يا وژل کېدو وېره نه شته، هغوى په هېڅ برخه کې له ستونزو سره مخ نه دي، خو د کورنيو د فشار له كبله د دا ډول ستونزو يادونه كوي.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال په هلمند کې ۵۰ ښځينه پوليسې د ملي پوليسو په ليکو کې دنده لري، چې د لښکرګاه ښار ترڅنګ د دې ولايت په مارجې او ګرشک ولسواليو کې له خپلو نارينه همكارانو سره د تالاشۍ او پلټنې په ځايونو کې په دندو بوختې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA