ads

ننګرهار کې ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين او هسکه مېنه کې د هوايي بريد او نښتې پرمهال ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1395
ننګرهار کې ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين او هسکه مېنه کې د هوايي بريد او نښتې پرمهال ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ به باندر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د داعش وسله والو د يوه قاضي شاهد په ګډون، دوه تنه داعش او پنځه د لشکر اسلام غړي وژل شوي دي.
نوموړی وايي، په ترسره کړو بريدونو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
د امنيې قومندانۍ وياند دغه راز وايي، چې د روداتو او هسکې مېنې ولسوالۍ پوليس د علني په سيمه کې د ګزمې پرمهال له داعش وسله والو سره نښته کړې، چې پرمهال يې د دوو بهرنيو وګړو په ګډون درې داعش وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان دي.
مشرقيوال وايي، په دغه نښته کې يو سيمه ييز پوليس هم برسېرن ټپي شوی دی.
داعش او نور وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA