ads

افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې ته ماتې وركړه

افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د كركټ په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1395
افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې ته ماتې وركړه

افغان پرمختيايي لوبډلې د زمبابوې الف لوبډلې ته د كركټ په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
ټاكل شوې وه، چې دا لوبه پرون د افغانستان په وخت د غرمې په دولسو بجو د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې پيل شي، خو د باران ورېدو له كبله مازيګر شاوخوا څلور نيمې بجې پيل او د پنځوسو اورونو پر ځاى ۲۸ اورونو ته راټيټه شوه.
د لوبې پچه افغان پرمختيايي لوبډلې وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او د ۲۶ اورونو په لوبولو سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې، خو افغان پرمختيايي لوبډلې وکولی شول، چې ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۳ اعشاريه ۳ اورونو کې پوره کړي.
د لوبې غوره لوبغاړى عبدالله عادل، چې ۴ لوبغاړي يې سوځولي وو، وټاکل شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به د كركټ څلور نورې يو ورځنۍ لوبې د جنوري مياشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د فبروري مياشتې په ۳يمه او ۵مه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA