پكتيا كې لسګونه ميله درنې او سپكې وسلې نيول شوي

امنيتي ځواكونو په پکتيا ولايت كې لسګونه ميله وسلې نيولې دي.
د پکتيا والي زلمي ويسا خبريالانو ته وويل، چې امنيتي ځواکونو د دې ولايت په لجه منګل ولسوالۍ کې د عملياتو په مهال لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې نيولې دي.