امنيتي ځواكونو په پکتيا ولايت كې لسګونه ميله وسلې نيولې دي.
د پکتيا والي زلمي ويسا خبريالانو ته وويل، چې امنيتي ځواکونو د دې ولايت په لجه منګل ولسوالۍ کې د عملياتو په مهال لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې نيولې دي.
نوموړي زياته كړه، په دې وسلو كې يو شمېر يې په پاکستان او ځينې يې په روسيه كې جوړې شوې دي.
د هغه په وينا، په دغو وسلو كې يوه دهشکه، يو ګرينوف، ٣۰ کلاشينکوفونه، ١٧٣ تومانچې او ځينې نورې وسلې شاملې دي.
ويسا وايي، له يادو وسلو سره دوه كسان هم نيول شوي، چې د پکتيا ولايت اوسېدونکي دي.
د پكتيا والي د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او ويې ويل، افغانان به د هېواد دښمنان پرېنږدي، چې د دوى په خاوره كې ورانکاري او تروريستي فعاليتونه ترسره کړي.


