ads

يو ځوان د تښتوونكو له پنځه كلن بند نه خلاص شو

د خوست پولیس وایي، هغه کس یې له سړي تښتوونکو ژغورلی، چې د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړې له كبله پنځه کاله وړاندې برمته شوى و.

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1395
يو ځوان د تښتوونكو له پنځه كلن بند نه خلاص شو

د خوست پولیس وایي، هغه کس یې له سړي تښتوونکو ژغورلی، چې د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړې له كبله پنځه کاله وړاندې برمته شوى و.
د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت خبریالانو ته وویل، چې سیدالرحمن په پنځلس کلنۍ کې تښتول شوی و او اوس یې عمر شلو کلونو ته رسېدلی دی.
دی وایي، چې سیدالرحمن پنځه کاله وړاندې له باک ولسوالۍ څخه د پکتیا یوې ناامنه ولسوالۍ ته تښتولی شوی او وړمه شپه یې د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ ته له تښتوونکو ځان راخلاص کړی دی.
د غيرت په وينا، پولیسو بیا وروسته د سیمې د خلکو په مرسته سیدالرحمن پیدا او د ده له بدنه یې ځنځیرونه په قوي تخنیکي وسایلو مات کړل.
امنيه قوماندان زياته كړه، د سیدالرحمن د تښتولو په تور یې دوه کاله وړاندې یو مشکوک کس نیولی او اوس هم په زندان کې دی.
غیرت وایي، چې د قضیې ټول عاملین یې پېژندلي او ژر به یې ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA