ads

هلمند كې له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو رياست د پنجشنبې په ورځ د ناامنيو له كبله د بېلابېلو ولسواليو ۳۰۴ بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وكړه.

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1395
هلمند كې له سلګونو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو رياست د پنجشنبې په ورځ د ناامنيو له كبله د بېلابېلو ولسواليو ۳۰۴ بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وكړه.
په دې مرسته کې نغدې پيسې، د خوراکي توکو بستې او د ژمي لپاره بېلابېل توکي شامل وو.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، د ACF موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ، د خوراك نړيوال پروګرام له خوا د خوراکي توکو بستې او د يونيسف ادارې له لوري د ماشومانو د ژمنيو توکو بستې ورکړل شوې.
د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو رئيس نقيب الله زمريال وايي، چې د يادو کورنيو سروې له وړاندې په شفاف ډول ترسره شوې وه او اوس يې پر بنسټ مرستې ووېشل شوې.
د نوموړي په خبره، اړونده مرستندويه ادارو سره يې خبرې کړي، څو د ناامنيو له كبله بې ځايه شويو کورنيو ته د نورو مرستو زمينه هم برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA