ads

د ملي دفاع وزارت د شپږو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا كړې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي او دفاعي ځواكونو په ګډو عملياتو كې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1395
د ملي دفاع وزارت د شپږو وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا كړې

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي او دفاعي ځواكونو په ګډو عملياتو كې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا عمليات د هوايي او توپچي ځواكونو په ملاتړ په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، كاپيسا، اروزګان، كندهار، هلمند او كندوز ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه كې د امنيتي ځواكونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA