ads

د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې

د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته كې درېيو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1395
د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې

د افغان سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته كې درېيو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه پرون ماسپښين د کندهار ولايت د سپين بولدک او ښورابک ولسواليو ترمنځ سيمه كې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک كليد ته وويل، وسله والو مخالفينو غوښتل افغانستان ته داخل شي، چې سرحدي پوليسو پرې بريد کړى او پاکستاني ملېشو د مخالفينو د دفاع لپاره پر افغان سرحدي پوليسو ډزې كړي، چې نښتې نيم ساعت دوام درلود.
د خپلواک په خبره، په دې جګړه کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د كندهار د والي وياند وايي، په پېښه كې وسله والو مخالفينو او پاکستاني ملېشو ته هم تلفات اوښتي، خو دقيق ارقام ورسره نشته.
د دولت وسله والو مخالفينو او پاکستاني لوري تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA