ads

افغان ډاكټرانو د يوې ماشومې سر پورې نښتې اضافه غوښه لرې كړه

د ننګرهار د عامې روغتيا حوزوي روغتون ډاكټرانو د يوې دوه مياشتينۍ ماشومې سر پورې نښتې اضافه غوښه په برياليتوب سره لرې كړه.

نویسنده: TKG
8 سلواغه 1395
افغان ډاكټرانو د يوې ماشومې سر پورې نښتې اضافه غوښه لرې كړه

د ننګرهار د عامې روغتيا حوزوي روغتون ډاكټرانو د يوې دوه مياشتينۍ ماشومې سر پورې نښتې اضافه غوښه په برياليتوب سره لرې كړه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، په کونړ کې دوه مياشتې وړاندې يوه ماشومه زېږېدلې وه، چې سر پورې يې سرته ورته غوټه نښتې وه.
د سرچينې په وينا، د ننګرهار د عامې روغتيا حوزوي روغتون ډاكټرانو پرون دغه ماشومه نجلۍ عمليات كړه، چې په پايله كې يې د هغې په سر پورې نښتې غوټه په برياليتوب سره لرې كړاى شوه.
د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال وايي، په ياد روغتون كې د جراحي عصبي څانګې ډاکټرانو له لوري دا دويم بريالى عمليات دى، چې په ښه توګه ترسره کېږي .
نوموړي زياته کړه، د ماشومې سرته ورته غوټې پورې د هغې د اصلي سر د اعصابو مهم او حساس رګونه نښتي وو، چې عمليات يې لا پسې ستونزمن او پېچلي کړي وو.
د کامه وال په وينا، دغو پېچلو جراحي عملياتو درې ساعته دوام درلود، چې د طبي پرسونل د ښې تجربې په پايله کې د ماشومې سرته ورته غوټه لرې او ژوند يې وژغورل شو.
د معلوماتو له مخې، دا ډول عمليات په نورو هېوادونو کې له دوه سوه زرو تر پنځه سوه زرو افغانيو په مالي لګښت ترسره کېږي، خو د ننګرهار د عامې روغتيا حوزوي روغتون كې په وړيا ډول ترسره شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA