ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو لومړۍ سيالي ترسره كړي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولسو بجو د زمبابوې په هرارې لوبغالي كې پيل شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به د كركټ څلور نورې يو ورځنۍ لوبې د جنوري مياشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د فبروري مياشتې په ۳يمه او ۵مه نېټه ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ نوې غوراوي کمېټې څو ورځې مخكې له پوره ارزونې وروسته د زمبابوې الف لوبډلې په وړاندې د هېواد پرمختيايي ۱۶ كسيزه لوبډله اعلان کړې ده.
په دې لوبډله كې کريم صادق، محمد خيبر، محمد ابراهيم، محمد نواز خان، نورالحق ملکزى، رحمن الله ګربز، سيد وحيدالله شفق، شفيق الله شفق، شاهدالله کمال، محمد ضمير عرب، عبدالله عادل، فضل نيازى، عمران جنت، ناصر خان عمر، يونس خان احمدزى او ضياء الرحمن اکبر شامل دي.
د دغو سياليو لپاره درې احتياطي لوبغاړي عبدالرحيم منګل، منير احمد کاکړ او نقيب الله ننګرهارى غوره شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ رهبري هيله لري، چې ياده لوبډله يې هېواد او هېوادوالو ته د ملي لوبډلې په څېر سترې برياوې ترلاسه کړي.


