ټاکل شوې راتلونکې میاشت په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ تر منځ ناسته جوړه شي.
د اجرايه رياست خبرپاڼه وايي، دغه موضوع په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ استازې فاتحې المجذوب له اجرايه رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې څرګنده کړې ده.
سرچينې زياته کړه، چې په دې ليدنه کې په پاکستان او ايران کې د افغان کډوالو د اوسېدو، د دوی د ستونزو د حل او هېواد ته د بېرته راستنېدو په تړاو خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زياتوي، عبدالله عبدالله په دې خبرپاڼه کې ټينګار کړی، چې د افغان کډوالو موضوع ته رسېدنه د ملي يووالي حکومت په لومړيتوبونو کې ځای لري او دا حکومت هيله لري، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنري هم له افغان حکومت سره په همغږۍ په دې برخه کې کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په پاکستان او ايران کې د افغان کډوالو وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.


