د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د سکي لوبډله د نړۍ د محصلينو د سکي په اته ويشتم پړاو ژمنيو لوبو کې د ګډون لپاره د سې شنبې په ورځ قزاقستان ته تللې.
د بدني روزنې رياست چارواکي وايي، دغه لوبې د روانې لمريزې مياشتې په لسمه نېټه د ۶۴ هېوادونو په ګډون د قزاقستان په الماتا ښار کې پيلېږي او ۱۰ ورځې دوام کوي.
د بدني روزنې رياست وياند عارف پيمان وايي، د لوړو زده کړو وزارت د سکي په لوبډله کې دوه باميانۍ نجونۍ ګډون لري.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د سکي يو درې کسيزه لوبډله په جنوبي کوريا کې د سياليو له پای ته رسېدو وروسته د سرو زرو او برونزو له يوه يوه مډال سره بېرته راستنه شوه او يو بله پنځه کسيزه لوبډله هم پاکستان ته تللې، څو د خيبر پښتونخوا په سوات کې د سکي په نړيوالو لوبو کې ګډون وکړي.


