ads

د سالنګ لويه لار د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار له درېيو ورځو وروسته نن د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول جنرال محمد رجب کليد ته وويل، دغه لاره نن سهار ۵ بجې د ټرافيکو پر مخ خلاصه شوه او د مازديګر تر څلورو بجو به د مسافرينو پر مخ پرانيستې وي.

نویسنده: TKG
7 سلواغه 1395

خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول ټينګار کوي، چې دغه لاره به د شپې له لوري په سالنګونو کې د سختو طوفانونو رامنځته کېدو له کبله وتړل شي. نوموړی له خلکو هم غوښتنه کوي، چې د شپې له لوري په دغه لاره تګ راتګ ونه کړي.
رجب زياتوي، چې د راتلونکې اونۍ په پيل کې به هم د واورې د ډېرو اورښتونو د اټکل له کبله دغه لار د لويو موټرونو پرمخ وتړل شي.
د سالنګ لويه لار هر کال د ژمي په فصل کې د واورې اورېدو له کبله په لنډمهالي ډول تړل کېږي.
د يادولو ده، چې د سالنګ لويې لارې تر څنګ د وروستيو واورو له کبله د بدخشان، باميان، دايکندي او غور د يو شمېر ولسواليو لارې هم تړل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA