د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تېره ورځ په ولايت مقام کې د مرکز جلال اباد ښار د ښوونکو اتحاديې د يو شمېر غړو ستونزې د حل په هدف واورېدې .
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د منګل له قوله راغلي، چې په وسله وال پوځ کې د وژل شويو سرتېرو له کورنيو وروسته تر ټولو زياته ځانګړې پاملرنه په دغه ولايت کې ښوونکو ته لري.
نوموړي د يادې اتحاديې غړو ته ډاډ ورکړ، چې په بېلابېلو برخو کې به يې ستونزې حل او ورسره به د مرستو زمينه هم برابره کړي .
منګل زياته کړه، ښوونکي چې د زده کوونکو معنوي پلرونه ګڼل کېږي، لازمه ده، چې يوازې د ښې روزنې په برخه کې دنده ترسره کړي او له هر ډول سياسي، قومي او نورو حرکتونو ډډه وکړي .
دا په داسې حال كې ده، چې د ننګرهار ولايت سلګونو ښوونکو په کامې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې کاري اعتصاب کړی او د خپلې ځمكې د ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، چې د دغو ښوونكو استازو ته د ستونزې د حل ډاډ ورکړل شوی دی.


